ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړد ایران د حسینی اربعین د کمیټې مشر سید مجید میر احمديووئیل،دحسینی اربعیّن پاکستاني او افغانستاني زیارتوال دې فی الحال د ایران له پولو د وتلو لپاره مراجعه نه کوي،ځکه له عراقي چارواکو سره په دې اړه خبرې روانې دي.
ایرناخبری اژانس راپور ورکړ،دایران د اربعین دکمیټې مشر سید مجید میر احمدي پرون ناوخته د ایران داربعین د مرکزي کمیټې په غونډې کې ووئيل پاکستاني او افغانستاني زیارتوال دې دمونږ له پولو دتیریدا لپاره فی الحال مراجعه نه کوي او هغه کسان چې له څو ورځو راهسې دپولو تر شا پاتې دي ، بیرته دې وګرځي څو په دې باب له عراقي مسئولانو سره موضوع حل کړائ شي.
د ایران داربعین کمیټې مشر همداراز ددې خبرې په کولوسره چې له شماق،تمرچین اوخسروي پولو څخه د زیارتوالو دوتلو وخت سهار اوو بجو څخه دمازدیګر تر پنځو بجوپورې دی ،ووئیل،زیارتوال که له دې وخته وروسته دغو پولو ته ورسیږي،نو د دیره کیدا لپاره موکبونه اټکل شوي دي څو تر سهار پورې پکې پاتې شي،خو په عین حال کې ټینګار کیږي خپل پروګرام داسې برابري کړي چې سهار له اوو بجو تر شپږو بجو پورې پولې ته ورسیږي.